د افغانستان کرکـټ بورډ خبر ورکړی، چې د کرکټ ملي لوبډله به راتلونکې میاشت له سریلانکا سره د شل اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړي. د درې شل اوریزو او درې ۵۰ اوریزو لوبو دغه لړۍ به د مارچ میاشتې په ۱۳مه پیل او په ۲۵مه به پای ته ورسېږي. افغانستان په متحده عربي اماراتو کې ددغې لوبلړۍ کوربتوب کوي چې شل اوریزې لوبې په شارجه او ورپسې ۵۰ اوریزې لوبې یې په دبۍ کې ترسره شي.

































