پاکستان وایي د سوداګرۍ پر سر د خبرو لپاره یې یو لوړپوړی پلاوی په کابل کې دی. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د سوداګرۍ په برخه کې د عمران خان سلاکار عبدلرزاق داوود ددې پلاوي مشري کوي. دغه پلاوی به په افغانستان کې له چارواکو سره پر سوداګریزو مسایلو، شته ستونزو، ګډو پانګونو، د پانګونې فرصتونو او د سوداګرۍ په برخه کې د خنډونو پر له منځه وړلو خبرې وکړي. همدا راز په دې لیدنه کې ددواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ په برخه کې پر اسانتیا راوستلو هم بحثونه او خبرې کېږی. دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې څو اونۍ وړاندې د افغانستان او پاکستان ګډ سوداګریز کنفرانس ترسره شو او په هغه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران وویل چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې کوي.
































