باثباته او عادلانه سوله یوازي په اوکراین کې د کړکیچ د لومړیو لاملونو د له منځه وړلو پر اساس شونې ده. د روسي او امریکایي ډیالوګ په چوکاټ کې او د نړیوال اکثریت د هیوادونو سره په تماسونوکې د روسي ډيپلوماسۍ هڅې دغه دنده لري.
د کیف رژیم د خبرو اترو د نوي پړاو د مخه د روسیې پر ملکي تاسیساتو او ملکي نفوس د ترهګریزو بریدونو شمیر زیات کړ.
د اوکراین د نازیانو د له منځه وړلو او د بې وسلې کولو او د هغو ګواښونو د له منځه وړلو دندې تودې دي چې د کیف د رژیم تر کنترول لاندي له ځمکې څخه رسیږي. د هغه ځانګړي نظامي عملیاتو ټولې دندې چې په کلکه سره د ملګرو ملتونو د منشور د هغې ۵۱مې مادې سره سم تر سره کیږي چې د انفرادي او ډله یز ځان دفاع حق تنظیموي به تر سره شي.
د روسیې د مشروع ګټو په پام کې نیولو سره د اوکرایني کړکیچ حل کول به هم د مساوي او نه ویشل کیدونکي یوریشیایي امنیت د سیستم د جوړولو ملاتړ کوي.
































