هند وایي له ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي او په دې اړه د پاکستان ادعا بې بنسټه ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي ټولې نړۍ ته معلومه ده چې ترهګر چېرته دي او څوک یې ملاتړ کوي. دده په خبره ترهګرې ډلې په پاکستان کې روزل کېږي او د ترهګرۍ کارول د پاکستان د بهرني سیاست یوه برخه ده. پاکستان په دې وروستیو کې ادعا کړې چې هند د افغانستان له لارې په پاکستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي. هغه ادعا چې افغان حکومت وار د مخه رد کړه. پاکستان او هند په افغانستان کې د روانې نیابتي جګړې ستر ملاتړي بلل کېږي چې د خپلو ځانونو د ساتلو لپاره یې په افغانستان کې په یو ډول نه یو ډول په جګړو او نا امنیو کې لاس لرلی دی.
































