د افغانستان برېښنا شرکت وايي، راتلونکو دوو اونیو کې به صنعت کارانو ته د برېښنا ورکړه له ۱۰ ساعتونو ۱۲ ساعتونو ته لوړه کړي، څو د کمښت ستونزه یې راکمه شي او هڅه کوي، په دې برخه کې اړتیاوې پوره کړي. ورته مهال د صنعت کارانو ټولنه وايي، په صنعتي برخه کې برېښنا د ملا د تیر حیثیت لري، چې پر مټ به یې د کورني تولید کچه زیاته شي او په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي. دغه راز د افغانستان برېښنا شرکت زیاتوي، هڅه کوي، په راتلونکي یوه نیم کال کې د صنعت برخې ته د اړتیا د ۱۰۰ سلنه برېښنا برابره کړي، چې په دې برخه کې ګڼې پروژې تر کار لاندې دي.
































