د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسین جوړونکی شرکت وایي کېدای شي ایله راتلونکی ژمی په نړۍ کې ژوند نورمال حالت ته را وګرځي. د فایزر شرکت غړی او د واکسین جوړولو د برخې یو څېړونکی پروفیسور اوګور شاهین وایي په ټوله نړۍ کې د واکسین وېش ډېر وخت غواړي نو له همدې امله ښایي ان تر راتلونکي کال پورې وضعیت عادي نه شي. هغه وایي چې راتلونکی دوبی به واکسین اغېز وکړي او راتلونکی ژمی به په نړۍ کې ژوند نورمال وي. ددغه شرکت مسوولین وایي چې د واکسین وېش به ډېر ژر پیل کړي او په خبره یې ګڼو هېوادونو تر دې دمه د میلیونونه دوزه واکسینو د اخیستلو وړاندیز ورته کړی دی. فایزر شرکت بریالی شوی چې د کرونا ضد واکسین جوړ کړي او هغه له درېیو ازمویښتي پړاوونو تېر شي. تر دې دمه پر ۴۳ زره کسانو دغه واکسین ازمویل شوي دي.
































