د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال په مشرۍ د هرې ورځې سهارنیو ناستو څخه امرالله صالح نن په خپلو خپرو کړو فیسبوکي معلوماتو کې خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې،نور به په حکومتي ادارو کې د فساد پر ضد مبارزه هم د دوی د ټیم پر غاړه وي، امرالله صالح ویلي چې په دې تړاو ورته ولسمشر هم هدایت ورکړی او مبارزه به یې جدي وي، نوموړي پر هیوادوالو غږ کړی چې دې برخه مې ورسره مرسته وکړي، صالح ویلي په دې تړاو به د هر پرمختګ اړوند معلومات له هیوادوالو سره په منظمه توګه پر وخت شریک کړي .
































