ولسمشر غني له والیانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د خبرو پر مهال ویلي چې د کرونا پر وړاندې افغان حکومت باید پخپله مبارزه وکړي او په دې برخه کې د بهرنیانو د مرستې په تمه نه شي. دده په خبره د اړتیا په صورت کې به په ټولو ولایتونو کې ګرځبندیز لګول کېږي او والیان مکلف دي چې د ولسمشر له فرمان سره سم خپل فعالیتونه تنظیم کړي. ولسمشر غني همدا راز ویلي چې په ټولو ولایتونو کې د اضطرار ځانګړې کمېټې رامنځ ته شوې دي او دوی دې د مرکز له لارښوونې سره سم د اړتیا په صورت کې اړین اقدامات ترسره کړي. ولسمشر والیانو ته لارښوونه کړې چې په اوسني وضعیت کې یې باید ټول تمرکز د کرونا پر ضد په مبارزه باندې وي او د خپلو خلکو ژوند دې وژغوري.
































