ټرمپ به په راتلونکو ورځو کې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو اعلان وکړي. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې ترمپ غواړي چې په راتلونکو څو ورځو کې له افغانستان د ټولو امریکایي عسکرو د وتلو اعلان وکړي او ددغه بهیر د بشپړولو کره نېټه به په ګوته کړي. تر دې وړاندې هم امریکایي رسنیو ویلي وو چې ټرمپ به راتلونکې اونۍ دغه اعلان کوي. بلخوا د امریکا په دفاع وزارت کې ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې دوی د ټرمپ امر ته په تمه دي. دغه چارواکي وایي همدا چې ټرمپ فرمان صادر کړي نو د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر به پيل شي. ویل کېږي چې ټرمپ له افغانستان د سرتېرو د ایستلو فرمان لاسلیک کړی دی خو تر دې دمه یې پنټاګون ته نه دی سپارلی. امریکایي رسنۍ وايي د ټرمپ د واک له پای ته رسېدو پوره پنځه ورځې مخکې یعنې د جنورۍ په پنځلسمه ښايي له افغانستان د ټولو امریکایي عسکرو د وتلو بهیر بشپړ شي.
































