د امریکا په سنا کې د اکثریت سناتورانو مشر مک کانل له افغانستان د ټولو امریکایي سرتېرو د ایستلو په تړاو خبرداری ورکړی دی. نوموړي د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ کړی چې له خپلې پرېکړې په شا شي او په وینا یې له دغه هېواد د جګړې او خطر تر ختمېدو مخکې د سرتېرو ایستل له شرمه ډک کار دی. مک کانل دغه راز وایي چې له افغانستان په بېړنۍ توګه د سرتېرو ایستل به خورا خطرناکې او بدې پایلې ولري چې د عراق په څېر به د نوو ترهګرو ډلو د ظهور سبب شي. مک کانل همدا راز زیاته کړې چې د امریکا عجولانه وتل به نه یوازې د امریکا امنیت ته خطرونه جوړ کړي بلکې د امریکا متحدین به هم له جدي ګواښ سره مخ کړي. هغه هیله څرګنده کړې چې امریکایي حکومت د سرتېرو په ایستلو کې بېړه و نه کړي او د افغانستان مسئله عادي و نه ګڼي.
































