د نړۍ د سترې کمپنۍ مالک او بنسټګر جیف بیزس ویلي له هغو بنسټونو او ډلو سره ۸۰۰ میلیونه ډالر مرسته کوي چې د اقلیم د بدلون په برخه کې فعالیت کوي. دده په وینا ۷۹۰ میلیونه ډالر هغو شپاړسو نړیوالو ادارو ته ورکوي چې په نړۍ کې د اقلیم د بدلون په برخه کې کار کوي او هڅه یې دا ده چې نړۍ له راتلونکو خطرونو خوندي کړي. نوموړی همدا راز وایي چې لس میلیونه ډالر یې بیا له هغو ګروپونو او انجوګانو سره د مرستې لپاره ځانګړي کړي چې د اقلیم د ساتنې او په دې تړاو د عامه پوهاوي په برخه کې فعالیت کوي. جیف د نړۍ له شتمنو کسانو ګڼل کېږي او تل یې هڅه کړې په بشري برخه کې مرستې وکړي. هغه وایي په دې وروستیو کې د اقلیم ساتنې په برخه کې له فعالو کسانو سره ناسته ولاړه لري نو له همدې امله یې په دې برخه کې مرستې ته زړه ښه کړی څو وکړی شي د ځمکې د ساتنې په برخه کې خپله ونډه ولري.
































