د چین ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ ۱۵م پنځه کلن پلان د دغه هېواد د ۱۴م ملي ولسي کانګرس د ۴مې غونډې له خوا تصویب شوی. دغه پلان د کتاب په بڼه چاپ شوی او د مارچ له ۱۴مې نېټې څخه په ټول هېواد کې عامو لوستونکو ته وړاندې کېږي.
((د چین د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ ۱۵م پنځه کلن پلان)) کې د چین ستراتیژیکې موخې روښانه شوې دي، د حکومت مهم کارونه په کې ټاکل شوي او د ټولنې د بېلا بېلو بنسټونو او فعالینو چلند ته لارښوونه او چوکاټ برابر شوی دی. دغه پلان له ۲۰۲۶م کال څخه تر ۲۰۳۰م کال پورې په هره برخه کې د سوسياليستي او عصري هېواد د ابادۍ په اړه د چين نقشه او د هېواد د ټولو قومونو د خلکو ګډ عملي لارښود بلل کېږي.































