د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت لپاره نوماند وزیر وایي د افغانستان په پوهنتونو کې د تحصیلي رشتو د ډېرولو جدي اړتیا ده. دده په وینا د افغانستان په پوهنتونونو کې دمګړی یوازې ۹۰ رشتې تدریس کېږي په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې نږدې ۳ زره تحصیلي رشتې موجودې دي. د لوړو زده کړو نوماند وزیر عباس بصیر چې نن یې د ولسي جرګې غونډې ته د باور رایې اخیستو په موخه خپلې کاري برنامې تشریح کولې وویل، په افغانستان کې د فارغو شوو محصیلینو د بیکارۍ ستر لامل دا دی چې زموږ تحصیلي رشتې د کار له بازار سره متناسبې نه دي او باید دغه رشتې پراخې، با کیفیته او ډېرې کړل شي. هغه ټینګار وکړ چې د لوړو زده کړو وزارت دمګړی ددغه اړتیاوو پر معلومولو کار روان کړی دی څو اړتیاوو ته په پام تحصیلي رشتې ډېرې کړي. عباس بصیر دغه راز په افغان پوهنتونونو کې د زده کړو، تحصیلي چاپېریال او څېړنو له ټيټ کیفیت هم شکایت وکړ او په خبره یې جدي اړتیا ده چې د لوړو زده کړو کیفیت لوړ شي او لږ تر لږه د افغانستان یو پوهنتون باید له نړیوالو معیارونو سره سم وي، څو په معیاري درجه بندیو کې راشي.
































