د مکسیکو په لویدیځ کې د ګازو د یو ټانکر او یو بل مسافر وړونکي موټر ترمنځ ټکر شوی دی چې په پایله کې یې ۱۴ کسان مړه شوي دي. راپورونه وایي، دا پېښه د تپید ګوادالاجارا سیمه کې رامنځته شوې ده. راپورونه وایي، د موټرو تر ټکر وروسته ټانکر چپه شوی او چاودلی دی چې له امله یې ورڅېرمه کورونه هم سخت زیانمن شوي دي. پولیس سیمې ته رسيدلي او د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.
































