د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو غړي او د دې کمېټې د بهرنیو چارو دفتر مشر وانګ يي د مارچ په ۲۰مه نېټه د فرانسې ولسمشر د بهرنیو چارو له مشاور ایمانویل بوني سره ټلیفوني خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو د منځني ختیځ پر وضعیت غږېدلي دي.
ښاغلي ایمانویل بوني وویل، فرانسه او چین له ملګرو ملتونو ملاتړ کوي او غواړي د منځني ختیځ وضعیت د ارامېدو لپاره خدمتونه وکړي، فرانسه به په دې اړه له چین سره همغږي او همکارۍ پياوړې کړي.
وانګ يي د چین دریځ او اوسني مهم اقدامات په ډاګه کړي چې لومړی، باید د جګړې لمن پر سیمې د غځېدو تمایل مخنیوی وشي. دوهم، نړیواله ټولنه باید د اوربند ګډه غوښتنه وکړي او د ښکېلو خواوو د خبرو اترو دې هڅونه وکړي. درېیم، ملګري ملتونه او امنیت شورا باید د منځني ختیځ د سولې او امنیت پرمخ بېولو لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
































