د ”د ګلانو غوړېدل: د چيني شکله عصريتوب عمده رول“ تر سرليک لاندې د چين د ښځو چارو عکسي نندارتون د مارچ په ۲۰مه نېټه د روسيې په پلازمېنه مسکو کې تر سره شو. په دغه نندارتون کې کابو ۴۰ غوره او قيمتي عکسونه نندارچيانو ته ښودل کېږي او ترې په چين کې د ښځو چارو وتلې لاسته راوړنې او په دغو چارو کې د چين او روسيې ښځو د نظرتبادلې او تګ راتګ معلومات ښکاري.
د چين او روسيې د سياستي او رسنيزو شخصيتونو، کارپوهانو او د تصديو خاوندانو په شمول نژدې ۸۰۰ تنو له دغه نندارتون څخه ليدنه کړې ده.
































