د چين مرستيال صدراعظم هه لي فنګ د مارچ د ۲۱مې نېټې په مازديګر په بېجينګ کې د ايچ ايس بي سي(HSBC)، يو بي ايس ګروپ(UBS Group)، لويز درېفوس کمپنۍ(Louis Dreyfus Company) او سيمېنز هېلسينيرس(Siemens Healthineers AG) په شمول د څو لويو نړيوالو شرکتونو له مسؤلينو سره وکتل.
د چين مرستيال صدراعظم هه لي فنګ د کتنې په ترڅ کې ويلي، اوس د چين اقتصاد په ثابت او منظم ډول پرمختګ کوي. دا چې چين به د ”پنځلسم پنځه کلن پلان“ په موده کې د لوړې کچې پر ورخلاصون ټينګار ولري او مختلفو چارو ته به باکيفيته پرمختګ ورکړي، نړيوالو شرکتونو ته به لا زيات بازاري فرصتونه برابر کړي. هغه د نړيوالو شرکتونو هرکلی وکړ چې په چين کې لا زياتې پانګونې وکړي او د متقابلو ګټو پر بنسټ زياتې همکارۍ وکړي.
د يادو نړيوالو شرکتونو مسؤلينو د چين پر اقتصاد خپل پوره باور ښودلی او هيله يې څرګنده کړې چې په چيني بازار کې خپلې چارې پراخې کړي او خپلو پانګونو ته دوام ورکړي.
































