ملي بس اماراتي شرکت ویلي، چې د کابل او پکتیا ترمنځ یې خدمات پیل کړي دي. د یاد شرکت مسوولین وايي، دا ګام یې د ولسونو لپاره د ارزانه، خوندي او باکیفیته ټرانسپورټي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه اخیستی دی. تمه ده چې پر دې لاره د ملي بس له فعالیت سره به مسافرینو ته د سفر اسانتیاوې ډېرې او د دواړو ولایتونو ترمنځ تګ راتګ خوندي او ګړندی شي.
































