د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې اداره یا یونیسف ويلي، چې په افغانستان کې د ښوونځیو یوه برخه د پاکو اوبو او مناسب تشنابونو له کمښت سره مخ ده، چې د ماشومانو پر زدهکړو منفي اغېز کوي. یونیسف ویلي، شاوخوا درېیمه برخه ښوونځي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او نږدې نیمايي ښوونځي د نجونو لپاره جلا تشنابونه نهلري. یاده اداره وايي، د نړۍوال بانک په همکارۍ هڅه کوي چې د ښوونځیو د اوبو، حفظ الصحې او روغتیايي خدماتو اسانتیاوې برابرې کړي. یونیسف همدارنګه ویلي چې تر دې دمه د لوګر په نهو ښوونځیو کې نوې اسانتیاوې برابرې شوي چې له ۲۳۰۰ زدهکوونکو او ۴۷ ښوونکو سره مستقیمه مرسته کړې ده.
































