د چین د پرمختګ دوه ورځنی فورم د مارچ په ۲۲مه په پلازمېنه بېجینګ کې پرانیستل شو، چې د نړيوالو سازمانونو او د نړۍ د مخکښو ۵۰۰ پياوړو تصديو څه باندې ۱۰۰ استازو پکې ګډون کړی دی. څو ورځې وروسته به په دغه هېواد کې بواو اسیايي فورم او جونګ ګوانڅون فورم هم په وار سره پیل شي.
چين په روان پسرلي کې يو ځل بيا نړۍ ته روښانه پيغام ورکړی، چې د ورخلاصون دروازه يې د لاپراخېدو په حال کې ده.
سږ کال د چين د ۱۵ م پنځه کلن پلان پيلامه ده. دغه پلان د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د چين د اقتصاد او ټولنې پرمختيايي لوری ټاکلی او د لوړې سويې د ورخلاصون پراختيا ته يې ډېر مهم ځای ورکړی دی.
سیسټمي ورخلاصون
چين له روان کال راهیسې بهرنيو سوداګرو او پانګوالو ته د سهولتونو د برابرولو په موخه يو لړ عملي تدبيرونه غوره کړي دي. د بېلګې په توګه، چين د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۹۳۵ ډوله تجارتي توکو وارداتي تعرفه تعديل کړې او د هغو هېوادونو د تجارتي توکو تر تعرفې يې هم کمه کړې، چې له تعرفوي امتيازاتو څخه د استفادې حق لري. چین اعلان کړی، چې د مې له لومړۍ نېټې څخه به افريقا ته د چين د ګمرکي تعرفو لېست کې د ٪ ۱۰۰ شامل شوو تولیداتو د صفر تعرفې تګلاره تطبیق کړي، چې دغه تګلاره نه يوازې چيني بازار ته د نورو هېوادونو د تجارتي توکو د ننوتلو شرایط کموي، بلکې د لږ پرمختللو هېوادونو او مخ پر ودې بازارونو ته د چين ښه نيت هم ښيي.
برسیره پردې چين «د هڅول شوې بهرنۍ پانګونې د صنعتونو کتلاګ» کاملاً تطبيق کړی، چې له مخې يې بهرني پانګوال د توليد او خدماتو پرمختللو او عصري چارو پانګونې ته هڅول کېږي. دا د دې ښکارندويي کوي، چې چين به پخوا د راجلب شوو بهرنيو پانګونو پيمانې ته ډېره پاملرنه کوله، خو اوس يې پاليسي عیاره کړې او خپل تمرکز يې د بهرنيو پانګونو له پيمانې څخه کيفيت او د صنعتي جوړښت اصلاح او سمون ته اړولی دی.
د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو سوداګريزو او اقتصادي همکاریو انسټيټيوټ مشر وانګ شوی کون پر دې اند دی، چې ۱۵م پنځه کلن پلان په نوې موده کې د هېواد د لوړې سويې ورخلاصون د پراختيا لارښود برابر کړی دی. د چين ورخلاصون نه يوازې د خپلې ودې لپاره دی، بلکې د نړيوال اقتصاد له ثابتې ودې څخه د ملاتړ لپاره هم دی.
پر چيني بازار د بهرنيو تصديو باور
بازار د چين ورخلاصون ته مثبت ځواب ورکړی دی. د چين د ګټورو تګلارو په رڼا کې د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې له اسيان او اروپايي ټولنې سره د دغه هېواد وارداتو او صادراتو په جلا جلا توګه ٪ ۲۰.۳ او ٪ ۱۹.۹ زياتوالی موندلی، د کمربند او لارې له ابادوونکو هېوادونو او سيمو سره يې واردات او صادرات ٪ ۲۰ زيات شوي او د عصري ټکنالوژيکي توليداتو په صادراتو کې يې بيا ٪ ۲۴.۲ زیاتوالی راغلی، چې دا د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ د جوړښت د پرله پسې ښه والي څرګندويي کوي.
د ډېرو پیاوړو بهرنيو تصديو مسئولينو سي جي ټي اېن ته ويلي، چې د چين ۱۵ م پنځه کلن پلان نه يوازې پرمختيايي لوری روښانه کړی، بلکې د تصديو له اوږدمهالو ستراتېژيو سره هم ډېر مطابقت لري.
د هاليون لومړی اجرائيه رئيس براين مکنامرا وايي: ((د چين ۱۵م پنځه کلن پلان زمونږ لپاره د فرصت دروازه پرانيستلې او په تېره بيا د نوښتګرې پرمختيا لوری يې زمونږ له ستراتېژيو سره ډېر مطابقت لري. د چين بشپړ صنعتي ځنځير، اصلاح کېدونکی سوداګريز چاپېريال او د مصرف کوونکو خورا لويه ډله د بازار د پراخېدو او زیاتېدو سبب کېږي.))
د میرسیډیز بېنز ګروپ د مديريت بورډ رئيس اولا کلینيوس وايي، چين د نړيوال اقتصاد مهم انجين دی او د دغه هېواد اقتصادي موخه د نړيوال اقتصاد د ثبات لپاره ډېره ګټوره ده.
د سټنډرډ چارټرډ اجرایوي رئیس بل وینټرز په څو ټکو کې ډېر څه رانغاړلي دي. نوموړی وايي: ((چين له ډیرو کلونو راهیسې د نړیوالې اقتصادي ودې لپاره تر ټولو ډېر خدمتونه کړي دي. د دغه هېواد د لوی اقتصادي حجم او دوامدارې ودې په پام کې نیولو سره، ثبات او پايښت يې کولی شي په بازار کې باور رامنځته کړي او نړیوال سوداګریز سیسټم ته دوامدار پرمختګ ورکړي.))
د هراړخيز ورخلاصون د نوي جوړښت د جوړولو هڅه
چين د مالونو د سوداګرۍ ترڅنګ په لازياتو برخو او ژورو برخو کې هم د ورخلاصون په هڅه کې دی. چین موخه ټاکلې، چې د چين – اسيان د ازادې سوداګرۍ د زون تړون د درېیم ځل لپاره هم اصلاح او تطبيق کړي، د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي زون د لوړتيا ستراتېژي عملي کړي او په سیسټمي لحاظ د لوړې کچې ورخلاصون وازمويي. چین دغه راز په های نان ولایت کې د ازادې سوداګرۍ بندر د ابادولو په هڅه کې هم دی او له مسلسلو ډېرو کلونو راهیسې د مصرف مصرفي توکو نندارتون، د چین د خدماتو سوداګرۍ نړیوال نندارتون او د چین نړیوال وارداتي نندارتون جوړوي، چې دغه پلېټفورمونه يې د چين او نړۍ د اقتصادي ادغام د ژورېدو سبب کېږي.
چين د ۲۰۲۶م کال په لومړيو کې د لوړې سويې د ورخلاصون له لارې باکيفيته پرمختګ موندلی او هڅه کوي، چې د خپلې ودې په ګټې اخيستنې نړۍ ته هم ګټې ورسوي.
ډېری شنونکي پر دې اند دي، چين نه يوازې د خپل ځان لپاره نوي پرمختيايي فرصتونه جوړ کړي، بلکې نورو هېوادونو ته يې هم د همکاريو فضا او د پراختيا امکانات برابر کړي دي.
































