« چين په پسرلي کې» نړيوال ډيالوګ د مارچ په ۲۰مه نېټه د ټايلنډ په پلازمېنې بانکاک کې د چين ميډيا ګروپ په کوربتوب ترسره شو.
په دغه ډيالوګ کې د چين او ټايلنډ د سياسي، سوداګريزو، علمي او رسنييز برخو شاوخوا ۲۰۰ استازو ګډون کړی و.
د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ هم دغه فعالت ته وېډيويي وينا کړې ده.
په دغه ډيالوګ کې د چين او ټايلنډ د رسنيو او شرکتونو استازو د چين له ۱۵م پنځه کلان پلان او د لوړ کيفيت پرمختګ له لاسته راوړنو څخه د ګټورو فرصتونو په اړه د نظريو ژورې تبادلې کړې دي.
د ډيالوګ ګډونوالو ويلي، د چين ۱۵م پنځه کلان پلان به تايلنډ او نړۍ ته ګڼ فرصتونه برابر کړي، په چين کې د نوي کيفيت لرونکي توليدي قوتونه په چټکۍ پرمختګ کوي او په دغه هېواد کې د روبوټ، برېښنايي موټرو او ډيجيټل اقتصاد په برخو کې نوي بدلونونه تر سترګو کېږي.
د ډيالوګ ګډونوالو ويلي، بېلا بېلو هېوادونه بايد د چين د پرمختګ له ارزښتناکو فرصتونو څخه ګټه واخلي او له دغه هېواد سره باید د اقتصادي، سوداګرۍ، صنعتي تګ راتګ او ټيکنالوژۍ نوښتونو په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي.
































