د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او مرستیال لومړي وزیر هه لي فنګ د مارچ د ۲۲مې نېټې په ماسپښین په بېجینګ کې د امریکا او چین د سوداګریزې کمېې له پلاوي سره لیدلي دي.
هه لي فنګ د چین او امریکا اړیکې د نړۍ تر ټولو مهمې دوه اړخیزې اړیکې بللي او هيله يې څرګنده کړې، چې یاده کمېټه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پل په توګه دوامدار رول ولوبوي او د دوستانه تبادلو او د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د ثابت او سالم پرمختګ لپاره به يې هڅې وکړي.
نوموړي هيله ښودلې، چې امريکايي شرکتونه به د چين د پرمختګ له فرصتونو او د چيني بازار له پټ توان څخه په استفادې د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ته لازیات ثبات او مثبته انرژي برابره کړي.
د یادې کمیټې مشرانو ویلي، د امريکا سوداګريزه ټولنه د چين د اقتصادي پرمختګ د امکاناتو په اړه خوشبينه ده او غواړي په دغه هېواد کې اوږدمهالې پانګونې وکړي او فعال رول ولوبوي او د امريکا او چين د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د ژورتيا لپاره به هم کوښښونه وکړي.
































