د چین د پرمختګ فورم د ۲۰۲۶م کال غونډه د مارچ په ۲۲مې نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې پيل شوه او په ۲۳مې نېټې پای ته ورسېده.
د چین د مالیې وزارت او د چین د خلکو بانک په شمول د یو شمېر ادارو لوړ پوړو چارواکو په دغه فورم کې ګډون کړی و.
دوی د چین د عمومي اقتصادي پالیسیو او لوړ کیفیت پرمختګ، د مصرف په ودې کې د نوي رجحاناتو او فرصتونو او د نړیوال زرغون او ټیټ کاربن بدلون او دوامدار پرمختګ د موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د چین د مالیې وزیر لان فو ان ياد فورم ته په وينا کې ويلي، چې په هېواد کې به يې په راتلونکو ۵ کلونو کې په بشري سرچینو کې پانګونه زیاته شي او په مالي لګښتونو کې د عامه خدماتو د لګښت انډول به يې په مناسب ډول لوړ شي.
































