د لاتیني امریکا او کاریبین هېوادونو ټولنې لسمه سرمشریزه د مارچ په ۲۱مه نېټه په کلمبیا کې ترسره شوه. د چین دولت رئیس شي جين پينګ دغې سرمشریزې ته د مبارکۍ پیغام استولی دی.
شي جين پينګ په پيغام کې وویل، د یادې ټولنې له جوړېدو راهیسې د لاتیني امریکا او کاریبین د سیمې د ثبات او سولې ساتلو لپاره هڅې کړې او د سراسري جنوب د همکارۍ او ګډ پرمختګ لپاره یې نوی حیاتي ځواک برابر کړی دی. د چین او یادې ټولنې فورم د وزیرانو څلورمه غونډه د تېر کال په مې کې په بېجینګ کې په بریالیتوب ترسره شوه او دواړو خواوو له یو کال راهیسې نږدې همکارۍ کړې او د دواړو هېوادونو خلکو ته یې رښتينې ګټې رسولې دي.
شي جين پينګ پر دې ټینګار وکړ، چین به تل د خپل حاکمیت، امنیت او د پرمختګ ګټو د ساتلو لپاره د لاتیني امریکا او کاربین هېوادونو له کوښښونو ملاتړ وکړي او د دواړو خواوو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړونې لپاره به زیارونه وباسي.
































