د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه اړیکو رییس او ویاند خبیب غفران ويلي، چې د کوچني اختر په ورځو کې شاوخوا ۲.۳ میلیونه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو او طبیعي جاذبو لیدنه کړې، چې د سیلانیانو دغه شمېر د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي او د سیاحت د ودې او پیاوړتیا څرګندونه کوي. نوموړي ویلي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې کوي، د هېواد په کچه د ګرځندوی سکټور پراخ، پیاوړی او سیلانیانو ته لازیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
































