د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره درې میلیونه پونډه مرسته کوي. د نوموړي په وینا، دا مرسته به د تغذیوي توکو برابرولو او د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د ملاتړ لپاره ولګول شي. هغه زیاته کړې چې له دې سره د روان مالي کال لپاره د برېتانیا ټولې مرستې ۱۵۴ میلیونه پونډو ته رسېږي.
































