د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي جای جون د مارچ د ۲۳مې نېټې په ماسپښين په پلازمېنې بېجينګ کې يوې خبري ناستې ته د منځني ختيځ د وروستي وضعيت او د خپلو سفرونو په اړه مالومات وړاندې کړي او د جګړې د پراختيا د مخنيوي او د سيمه ييز امنيت په اړه يې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي.
جای جون په دې وروستيو کې د منځني ختيځ څو هېوادونو ته سفرونه کړي او د سمه ييز کړکېچن وضعيت د کمولو او د خبرو اترو له لارې د جګړې د پای ته رسولو لپاره يې ډېر کوښښونه کړي دي.
نوموړي ويلي، چين پر ملکي وګړو او غير نظامي موخو هر ډول بېباکه بريدونه غندي او د شخړې ښکېلې خواوې بايد سمدستي نظامي عمليات ودروي.
جای جون هرموز تنګی او شاوخوا سمندري اوبه د نړيوالې سوداګرۍ او انرژۍ د لېږد رالېږد لپاره مهمې لارې بللې دي.
نوموړي له اړوندو خواوو څخه غوښتي، چې په منځني ختیځ کې د اوسني کړکېچن وضعيت د پراختيا مخه ونيسي.
جای جون ويلي، هېواد یې له بېلا بېلو خواوو سره په تماس کې دی، چې په سیمه کې تاوتريخوالی کم او بېړني اوربند ته لاره برابره شي.
نوموړي زیاته کړې، ټول هېوادونه بايد د يو اړخيزم پر وړاندې ودرېږي او د نړيوالو قوانينو پر ضد د هر ډول کړنو مخه باید ونيسي.
































