د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د زلمي خلیلزاد، د اماراتو سفیر سیف الکتبي او د یوه امریکايي بندي د کورنۍ له غړي سره وکتل. د بهرنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې په دې لیدنه کې د ډینس کویل د خوشې کېدو پرېکړه اعلان شوه، چې د سترې محکمې له لوري یې د بند موده کافي بلل شوې ده. متقي وویل، بندیان د سیاسي موخو لپاره نه نیول کېږي او پر قونسلي خدماتو یې ټینګار وکړ. نوموړي د متحده عربي اماراتو د دولت، په ځانګړي ډول د محمد بن زاید آل نهیان له رول څخه مننه وکړه او دغه هېواد یې د افغانستان نږدې ملګری وباله. همدارنګه د قطر د دولت له لوري د معلوماتو د تبادلې په برخه کې شویو هڅو هم ستاینه وشوه. په ناسته کې خلیلزاد د اسلامي امارت دا اقدام مثبت وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د خبرو پر دوام ټینګار وکړ، په داسې حال کې چې د متحده عربي اماراتو سفیر د بشري همکاریو د پراخولو لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ.































