د برېتانيې د لومړي وزير د ملي امنيت سلاکار جوناسن پووېل د مارچ په ۲۳مې نېټې د چین په پلازمېنې بېجینګ کې د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزير وانګ يي سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو او د ځينو نړيوالو مسئلو په اړه ورسره غږېدلی دی.
وانګ يي له جوناسن پووېل سره په خبرو کې ويلي، چې چین او برېتانیا باید د دواړو هېوادونو د مشرانو موافقې ښې پلې کړي، د بېلا بېلو کچو تبادلې باید پراخې او خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي، اختلافونه بايد په مؤثره توګه مدیریت کړي او خپلمنځي اړیکې باید په ثابت ډول پر مخ یوسي.
جوناسن پووېل ویلي، برېتانیا چمتو ده، چې چين ته د لومړي وزير کېر سټارمېر د سفر پایلې ښې عملي کړي، اړیکې او همکارۍ ورسره پیاوړې کړي او د اوږدمهاله او باثباته هراړخیزو ستراتیژیکو همکاريو د اړیکو د جوړولو لپاره ورسره ګډ کار وکړي.
دواړو خواوو د ایران د وضعیت، د اوکراین د کړکېچ او ځينو نورو موضوعاتو په اړه هم نظرونه تبادله کړي دي.
وانګ يي ویلي، د ایران د وضعیت اغېزې ورځ تر بلې پراخېږي، د جګړې دوام به نور زیانونه واړوي او جدي پایلې به ولري.
نوموړي ويلي، د شخړې ښکېل لوري باید د خبرو مېز ته ستانه شي او مسئلې او ستونزې باید د خبرو له لارې حل کړي.
































