د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۳مې نېټې د هه بې ولايت د شيونګ ان نوې سيمې څخه ليدنه کړې او د دې سيمې د باکيفيته ابادۍ او پرمختګ د لا هڅولو په اړه يې د يوې غونډې مشري کړې ده.
رئيس شي جين پينګ د همدې ورځې په سهار په شيونګ ان سيمې کې د چين له هوا ننګ تصدۍ څخه ليدنه کړې او پر دې يې ټينګار کړی، چې دغه تصدي بايد د انرژۍ د نوي سيسټم د جوړولو د چټکولو او د هېواد د انرژۍ د قوي پرمختګ لپاره نوي خدمتونه وکړي.
رئيس شي جين پينګ د همدې ورځې په ماسپښين د شيونګ ان نوې سيمې د باکيفيته ابادۍ او پرمختګ د لا هڅولو په اړه د يوې غونډې مشري کړې او د سيمې د راتلونکي پرمختګ لپاره يې موخې او لارې روښانه کړې ده.
































