د جینوا کنفرانس ګډونوال دې له افغان ماشومانو سره د لا ډېرو مرستو ژمنه وکړي. د ماشومانو د ملاتړ نړیوال بنسټ وايي د جینوا کنفرانس غړي به په راتلونکو څلورو ورځو کې له افغانستان سره پر خپلو مالي ژمنو غږېږي نو دوی ته په کار ده چې پر افغان ماشومان ډېر تمرکز وکړي او له دوی سره د لا ډېرو مرستو ژمنه وکړي. د سرچینې په خبره افغان ماشومان د خونړیو جګړو او بېوزلۍ له امله سخت ژوند تېروي چې د نړیوالو پراخو مرستو ته اړتیا لري. دغه بنسټ همدا راز له نړیوالو غواړي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په راتګ کې هم کوټلي ګامونه اوچت کړي څو دلته د روان ناورین د پای ته رسېدو سبب شي.
































