د امریکا ددفاع سرپرست وزیر په رسمي توګه له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه. کریسټوفر میلر په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې دوی له ټولو اړخونو سره خبرې کړې دي، له ناټو سازمان او په پنټاګون کې له ټولو نظامي چارواکو سره پر دې توافق ته رسېدلي چې په افغانستان کې د سرتېرو د کمولو لپاره د ټرمپ امر عملي کړي. میلر وایي دوی په پوره مسوولیت له عراق او افغانستان خپل سرتېري وباسي. د پنټاګون اوسني مشر ویلي چې په افغانستان کې به د خپلو سرتېرو شمېر د راتلونکي کال د جنورۍ تر ۱۵مې پورې تر ۲۵۰۰ کسانو راښکته کړي. هغه ویلي چې دا د امریکايي چارواکو او امریکايي وګړو غوښتنه ده او دوی نه غواړي چې د امریکا اوږدې جګړې تر دې ډېر دوام وکړي. د امریکا ددفاع سرپرست وزیر دغه راز وایي چې دوی د ترهګرۍ پر ضد بریالۍ مبارزه کړې ده او په خبره یې اوس هم که اړتیا پېښه شي نو په چټکه توګه یې سرتېري د وضعیت د کنټرول لپاره افغانستان یا عراق ته لېږلی شي.
































