د شانګهای همکارۍ سازمان د ځوانانو د لومړۍ دورې ډيلفي (Delphi) لوبې د مارچ په ۲۴مې نېټې د قرغېزستان په پلازمينې بېشکېک کې پرانيستل شوې.
د قرغېزستان ولسشمر نورګوزويويچ جاپاروف د دغو لوبو پرانيستونکو مراسمو ته د مبارکۍ پيغام ليږلی او پکې يې ويلي، چې يادې لوبې به په مسلکي هنري برخو کې د مستعدو ځوانانو پرمختګ وهڅوي، د هغوی د نوښت توان به را وپاروي او د هنري ښوونې عمومي کچه به لوړه کړي.
د مالوماتو له مخې، په دغو لوبو کې به د پيانو، هنر، قومي موسيقۍ او نڅاوو په شمول ۸ ډوله لوبې ترسره شي او د شانګهای همکارۍ سازمان د ۱۰ غړو هېوادونو هنرمندان به پکې برخه ولري.
































