د ۲۰۲۶م کال لپاره د جونګ ګوانڅون فورم کلنۍ غونډه د مارچ په ۲۵مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې پرانيستل شوه، چې ۵ ورځې به دوام ولري.
په دغې ۵ ورځنۍ غونډې کې به د ټېکنالوژيک نوښت او صنعتي نوښت د ژور پيوستون په عنوان د فرعي فورمونو او ناستو په شمول شاوخوا سل فعاليتونه ترسره شي او د سلو هېوادونو او سيمو له زرو زيات مېلمانه به پکې ګډون ولري.
برسېره پر دې، د دې غونډې په ترڅ کې به د ټېکنالوژۍ د معاملو څه باندې ۲۰ فعاليتونه هم ترسره شي او څه باندې ۵۰۰ چيني او بهرنۍ ټکنالوژيکې پروژې به پکې نندارې ته وړاندې شي.
































