د ۲۰۲۶کال لپاره د بواو اسیايي فورم کلنۍ غونډه د مارچ په ۲۴مه نېټه د چين د های نان ولايت په بواو کې پیل شوه.
د دې غونډې په لومړۍ ورځ د چين د اقتصادي لرلید، د نړيوالې ازادې سوداګرۍ د بندرونو او زرغون اقتصاد په ګډون پر یو شمېر موضوعاتو ټولټال ۷ فرعي فورمونه ترسره شوي دي.
ګډونوالو يې ويلي، ۲۰۲۶م کال د چين د پنځه لسم پنځه کلن پلان پيلامه ده او د دغه هېواد اقتصاد د باکیفيته پرمختګ نوې مرحلې ته داخل شوی، چې نړۍ ته به لوی فرصتونه برابر کړي.
بواو اسیايي فورم په همدې ورځ دوه راپورونه هم خپاره کړي او په يوه راپور «د اسيا اقتصادي لرلید او يوځای کېدو بهیر» کې يې دې ته اشاره شوې، چې د سيمې د اقتصاد د ثبات لپاره د چین او اسيان رول پرله پسې څرګندېږي، چين د بېلا بېلو بازارونو او نړيوالو ارزښتي ځنځيرونو په اتصال کې مهم رول لوبوي او نړيوال اقتصادي پرمختګ ته پرله پسې نوی خوځنده ځواک ورکوي.
































