د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر ویاندې جو فنګ ليان د مارچ په ۲۵مه نېټه د دغه دفتر په مطبوعاتي غونډه کې ويلي، چې د تايوان د مسئلې حل د چینايانو کار دی او پردۍ مداخله پکې د منلو نه ده.
په دې مطبوعاتي غونډه کې يوه خبريال له وياندې جو فنګ ليان پوښتلي: ((د امريکا د استخباراتو ادارې وړاندوينه کړې، چين پلان نه لري، چې په ۲۰۲۷م کال کې پر تايوان پوځي اقدامات غوره کړي او د هېواد د وحدت لپاره غير پوځي اقدامات غوره بولي، خو د دې ترڅنګ د ازادۍ بښونکي ځواکونه يې پوځي اقداماتو ته چمتووالی هم پرله پسې پياوړی کوي او ملي وحدت يې په ۲۰۴۹م کال کې د ملت د بيا سمسورتيا د رامنځته کولو لپاره مهم شرط بللی دی. تاسو دا څنګه ارزوئ؟))
وياندې جو فنګ ليان يادې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي: (( تايوان د چين تايوان دی او د مسئلې حل يې د چينايانو کار دی او پکې پردۍ مداخله د منلو نه ده. امريکا دې د يوه چين پېژندنې اصل او له چين سره درې ګډې اعلاميې مراعات کړي او د تايوان په مسئله کې دې له احتیاطه کار واخلي. "سوله ييز وحدت او يو هېواد او دوه سیسټمونه"د تايوان مسئلې د حل لپاره زمونږ اساسي کړنلاره ده. د تايوان مسئلې حل او د ملي وحدت پوره کول د چيني ملت د لويې بيا سمسورتيا لپاره اړينه غوښتنه ده. مونږ چمتو يو چې د سوله ييز وحدت لپاره پراخه فضا برابره کړو او په ټول صميميت او ټولو هڅو سوله يیز وحدت رامنځته کړو، خو هیچا ته دا اجازه نه ورکوو، چې زمونږ د هېواد ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته زیان ورسوي، دغه راز د پوځي لارو د استفادې له حق څخه هم لاس نه اخلو او د هر اړين اقدام اپشن به خوندي وساتو.))
































