د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بیورو غړي او خارجه وزير وانګ يي د مارچ په ۲۴مه نېټه له خپل ايراني سيال عباس عراقچي سره تليفوني خبرې کړې دي.
عراقچي وانګ يي ته د سيمې د وروستي وضعيت په اړه معلومات ورکړي او له چين څخه يې د بېړنۍ بشري مرستې په پار مننه کړې او ویلي يې دي، چې ايرانيان د تجاوز پر وړاندې او د ملي حاکميت او استقلال د دفاع لپاره لامتحد شوي دي.
نوموړي هيله ښودلې، چې چين د سولې خبرو د هڅولو او د جګړې د درولو لپاره مثبت رول ته دوام ورکړي.
وانګ يي عراقچي ته د چين دريځ بیا څرګند کړی او پر دې يې ټينګار کړی، چې ټولې تودې مسئلې باید په پوځي لارو نه، بلکې د خبرو او مذاکراتو له لارې حل شي.
نوموړي ويلي: ((د خبرو پیل د جګړې تر دوام غوره دی. دا د ايران د ملي مصالحې او خلکو په ګټه دی او د نړيوالې ټولنې له هيلې سره هم مطابقت لري. هيله ده، بېلا بېلې خواوې له فرصتونو ګټې پورته کړي او ډېر ژر د سولې خبرې پيل کړي. چين پر عادلانه دریځ ټينګار لري، د نورو پر ملي حاکميت د تېري کوونکو مخالفت کوي او د سيمې د امن او ثبات لپاره دوامدارې هڅې کوي.))
































