د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د اریانا افغان هوايي شرکت يوه الوتکه د ناستې پر مهال له ځغاستليکې وتلې ده. د ياد شرکت د مالوماتو له مخې، په دې پېښه کې هېچا ته زيان نه دی اوښتی. اریانا افغان هوایي شرکت پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې ټول مسافر او د الوتکې عمله په خوندي ډول له الوتکې څخه ښکته او ترمينل ته انتقال شوي دي. دغه راز بېړنيو تخنيکي ټيمونو د پېښې د ارزونې او علت معلومولو لپاره خپلې څېړنې پيل کړې دي.
































