په عراق کې د امریکا او ځینو نورو هېوادونو پر سفارتونو د توغندیو بریدونه شوي دي. د راپورونو له مخې څو ساعته تر هغه وروسته چې امریکا له عراق د خپلو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ، د بغداد په شنه سیمه کې د امریکا پر سفارت د توغندیو برید شوی دی. په برید کې چا ته زیان نه دی اوښتی خو په سیمه کې یې وضعیت اضطراري کړی دی. درې نور توغندي هم د نورو سفارتونو شاوخوا لګېدلي دي او د عراق پر نورو برخو هم بیا د ګڼو توغندیو د لګېدو راپورونه خپاره شوي. په دې پېښه کې بیا دوه کسه مړه شوي دي او یو بل ټپي دی. په دې وروستیو کې په بغداد کې د امریکا سفارت تر سختو ګواښونو لاندې دی او د توغندیو ګڼ بریدونه ورباندې کېږي.
































