ایران وایي افغانستان ته هغه مهال سوله راتللی شي چې نورې ډلې هم ددغه هېواد په حکومتي بهیر کې شریکې کړل شي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي. هغه وايي افغانستان ته هغه مهال سوله راتلی شي چې ښکېلې ډلې په حکومتي بهیر کې شاملې کړل شي او دوی به په دې توګه له جګړو لاس په سر شي. افغان حکومت د جواد ظریف ددې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو ایران وایي چې پر دې مسئله یې د سیمې له هېوادونو سره هم خبرې کړې دي. ایران داسې مهال د افغانستان د سولې په اړه څرګندونې کوي چې امریکا یې په سیمه کې د ترهګرو ملاتړی بولي او په وینا یې د افغانستان نا امني هم ددغه هېواد له امله روانه ده.
































