د ۲۰۲۶م کال لپاره د چين د پرمختګ فورم غونډه په دې وروستيو کې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د نږدې سلو نړيوالو تصديو مسوولينو د نويو مصرفي ډولونو، مصنوعي ځيرکتيا او زرغون او د کاربون ټيټې ايستنې په شمول پر ځينو مسئلو د نظريو تبادلې او پر همکاريو يې بحثونه کړي او په بهیر کې يې په ډله ييزه توګه د چين د سوداګرۍ وزارت په شمول له ډېرو وزارتونو څخه ليدنې کړې دي.
د تېر کال له پايه چين ته د ډېرو نړيوالو تصديو د مسوولينو د سفرونو رجحان پيل او د روان کال تر پسرلني پورې يې دوام کړی دی. دغه راز نړيوالو خبري رسنيو راپورونه ورکړي، چې د نړيوالو پانګوالو توجه چيني بازار ته اوښتې ده.
د چين صدراعظم لي چيانګ د چين د پرمختګ فورم سږنۍ غونډې ته په وينا کې ياد وضعيت ته هم اشاره اشاره کړې او ويلي يې دي، چې چين نړۍ ته د څرګنديتوب او ثبات د رسولو رول لوبوي.
چين پر لړيزو پالیسيو ټينګار لري او همدغه ټکی یې د څرګنديتوب او ثبات سرچينه بلل کېږي.
د بهرنيو تصديو مسئولينو يادې غونډې ته په خپلو ويناوو کې د چين پنځلسم پنځه کلن پلان ته هم اشارې کړې دي.
د چين په دغه پلان کې د باکيفيته پرمختګ د مهمو لاسته راوړنو په شمول ۷ عمده موخې ټاکل شوې دي. دغه پلان د چين د پرمختګ نوې نقشه ده او باور دا دی، چې د نړيوال پرمختګ لپاره به نوي فرصتونه برابر کړي.
د جرمني د ولکسواګن ګروپ (Volkswagen) د مديره پلاوي مشر اوليور بلومي رسنيو ته ويلي، چې چين د پنځه کلن پلان د جوړولو له لارې منظمه طرحه کړې او اړينو دندو ته یې لومړيتوب ورکړی دی. نوموړي د چين دغه دا کار ډېر مثبت بللی او زياته کړې يې ده، چې د چين ځايي ادارو د اړوندو چارو د ترسره کولو په بهير کې د لوړې کچې ډيسپلين او عملي قوت ښکاره کړی دی.
مسلسلې پاليسۍ د روښانه تمې او وړاندوينې سرچينه بلل کېږي او ټولو ته یې پوره باور ورکړی دی.
بهرنۍ تصدۍ د چين د لړيزو پاليسيو په رڼا کې په چيني بازار کې اوږدمهاله پلانونه جوړولی شي.
د چين د لوی بازار پټ ظرفيت د ياد څرګنديتوب او ثبات سبب هم بلل کېږي.
چين د نړۍ دوهم لوی اقتصاد ، بازاري پيمانه يې پراخه او پټ توان يې ځواکمن دی.
د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې په دغه هېواد کې د هر تن په سر ناخالص کورنی تولید (جي ډي پي) له ۱۰۰۰۰ امریکایي ډالرو څخه ۱۳۰۰۰ امریکایي ډالرو ته لوړ شوی، د توکو مصرف يې د نويو ډولونو او ښه کيفيت لرونکو توکو د موندلو تمايل ښودلی او د خدماتو مصرف يې چټک پرمختګ موندلی دی.
د چين حکومت به په سږنيو دندو کې “د پياوړي کورني بازار ابادۍ ” ته لومړیتوب ورکړي.
چيني لوري په دغه فورم کې ژمنه کړې، چې له بهرنيو هېوادونو څخه به لا زيات ښه توليدات وارد کړي او له بېلا بېلو لورو سره به د سوداګرۍ د سالم او برابر پرمختګ او د همکاريو د پراختيا لپاره ګډې هڅې وکړي.
څرګنديتوب او ثبات د چين د پياوړي نوښتي قوت زېږنده ده.
چين د بهرنيو تصديو لپاره يوازې “نړيواله فابريکه” نه ده، بلکې دغه هېواد له نويو ټېکنالوژو څخه د استفادې په برخه کې هم نړيوال مخکښ ځای لري.
د برېتانيې فينانشل ټايمز ورځپاڼې ويلي، چين به د ځيرکو ټېکنالوژو د ازمويښتي ډګر او د پرمختيايي تمايل د اشارې رول ولوبوي.
د چين د ورخلاصون پياوړتيا د څرګنديتوب او ثبات بل سبب بلل کېږي.
چين ورخلاصون یوازې په تشو خبرو کې نه، بلکې په عمل کې يې هم ثابت کړی او د مسئلو د حل او د تګلارو د تطبيق له لارې يې د ورخلاصون ژمنو ته د عمل جامې اچولې دي.
چين په ياد فورم کې بيا ژمنه کړې، چې حکومت به يې د ښه سوداګريز چاپېريال ابادۍ ته دوام ورکړي او په هراړخيزه توګه به هغه پاليسي تطبيق کړي، چې له مخې به يې له بهرني پانګوالو سره د چیني پانګوالو په څېر چلند کيږي.
د روان کال په جنورۍ او فبرورۍ کې په چين کې ۸۶۳۱ نوې بهرنې تصدۍ جوړې شوي، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ سلنه زياتوالی ښيي.
اوس دغه نظريه د بهرنيو پانګوالو ګډ توافق ګرځېدلی، چې په چين کې پانګونه د راتلونکي لپاره پانګونه ده.
چين د باکيفيته پرمختګ فعال حياتي ځواک لري او د ورخلاصون کچه يې مخ پر لوړېدو ده.
ګڼې نړيوالې تصدۍ پر چيني بازار باور لري او خپلې پانګونې يې زياتې کړې دي. دا د څرګندويي کوي، چې په نړۍ کې که څه هم د يواړخيزم او پروټېکشنيزم خطرونه د لوړېدو په حال کې دي، خو ترڅنګ يې د همکارۍ او پرمختګ د موندلو قوتونه هم ډېر پياوړي شوي دي.
په حقیقت کې ورخلاصون او د ګټې – ګټې همکارۍ د روانې زمانې عمده غوښتنې دي.
































