د چین د ټولنیزو علومو اکاډمۍ د سيلانۍ څېړنیزې ادارې د مارچ په ۲۶مه نېټه د سيلانیزو چارو زرغون کتاب خپور کړی، چې پکې د یو عمومي راپور او ۲۰ ځانګړو راپورونو له لارې د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ کلونو لپاره د دغه هېواد د سيلانيزو چارو د پرمختګ تحلیل او وړاندوینه شوې ده.
دغه کتاب کې راغلي، چې په چين کې اوس د سياحت ماډل بدل شوی، پخوا به خلکو په دغه هېواد کې يوازې منظرې ننداره کولې، خو اوس يې د منظرو پر کتلو سربیره کلتور هم تجربه کوي، احساسات راپاروي او د ارزښتونو ورته والی پکې مومي.
په دغه کتاب کې وړاندوينه شوې، د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ۱۵م پنځه کلن پلان په موده کې يعنې په راتلونکو پنځو کلونو کې به تجربه محوره سياحتي ماډل د خلکو ډېر خوښ شي او د سیاحتي بازار په اصلاح او سمون کې به مهم رول ولوبوي، دغه راز د کلتور او سياحت مدغمه پراختيا به هم ډېره پياوړې شي.
































