د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د مارچ په ۲۵مه نېټه د مصر له بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
بدر عبدالعاطي چيني سیال ته د سیمې د وضعیت په اړه مالومات ورکړي او په سیمه کې پر روان وضعیت یې ژوره اندېښنه ښودلې ده.
نوموړي ويلي، که په منځني ختیځ کې د انرژۍ او برېښنا تاسیسات تر برید لاندې راشي، نو ټوله سیمه به له ګډوډۍ سره مخ شي.
عبدالعاطي ويلي، مصر په سیمه کې د وضعیت د ارامولو لپاره له ټولو اړخونو سره په اړیکه دی او د ښکېلو لورو ترمنځ د خبرو لپاره هڅې کوي.
نوموړي زياته کړې، مصر او چین هراړخيزې سترتيژيکې همکاريزې اړیکې لري او هېواد يې چمتو دی چې له چین سره نږدې همغږي وساتي، ګډې ډیپلوماتیکې هڅې ورسره پیاوړې کړي او په سیمې او نړۍ کې د ګډوډۍ مخه ونیسي.
وانګ يي ویلي، چین او مصر مسئولانه رول لوبوي، د هغو پوځي اقداماتو مخالفت کوي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له اجازې پرته ترسره کېږي، د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو پر ضد بریدونه ردوي او د خلیج هېوادونو د ښکېلتیا ملاتړ نه کوي.
نوموړي ويلي، نړیواله ټولنه باید د شخړې ښکېلې خواوې باید خبرو ته کېنوي.
وانګ يي زیاته کړې، چین د مصر د منځګړیتوب له رول څخه ملاتړ کوي او د خبرو اترو بیا پیل او د جګړې د درولو لپاره کار کوي او په دې برخه کې به د رغنده رول لوبولو ته دوام ورکړي.
































