د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۲۵مې نېټې د ترکيې له بهرنیو چارو وزير هاکان فيدان سره ټېليفوني خبرې کړې دي.
وانګ يي له ترکي سیال سره په خبرو کې د منځني ختيځ د جنګ واقعه ښکاره او څرګنده بللې او ويلي يې دي، چې نړیواله ټولنه باید پر معقول او عادلانه دريځ ټينګار ولري.
نوموړي ويلي، چين د منځني ختیځ هېوادونو څخه غوښتي، چې سړه سينه وساتي او د اوږدمهالو او اصلي ګټو لپاره اوسنی وضعيت بدل او د ډيالوګ له لارې توپيرونه کم کړي او په ورته وخت کې يې له ترکيې څخه ملاتړ کړی، چې د ښکېلو لورو ترمنځ د مذاکراتو د عادي کېدو لپاره رغنده رول ولوبوي.
هاکان فيدان د منځني ختيځ د اوسني وضعيت په اړه د ترکيې دريځ د چين له دریځ سره ورته بللی او د هر هېواد له هغو بريدونو سره، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له اجازې پرته یې ترسره کوي او جنګ پراخوي، ټينګ مخالفت ښودلی دی.
نوموړي ويلي، ترکيه به له چين سره يو ځای په منځني ختیځ کې د روانو شخړو د ښکېلو لورو ترمنځ د اوربند لپاره ګډې هڅې وکړي، څو نړۍ بيا د سولې او پرمختګ په لوري روانه شي.
































