د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۲۶مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ له عمومي مدير رافايل ماريانو ګروسي سره ليدلي دي.
وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، نړۍ اوسمهال له سختوکړکېچونو سره مخ ده، ځيني هېوادونه د همکاريو پر ځای زورزياتی کاروي او نړیوال نظام يې له چلينج سره مخامخ کړی دی.
نوموړي ويلي، چين به د اټومي انرژۍ نړیوالې ايجنسۍ سره همکارۍ نورې هم ټينګې کړي او د اټومي وسلو د نه خپرېدو نړیوال سیسټم به خوندي وساتي او د سولې لپاره به خدمتونه وکړي.
ګروسي ويلي، نړۍ په يو بدلېدونکي حال کې روانه ده او د نړيوالو انديښنې يې راپارولې دي.
نوموړي پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې د چلينجونو د حل لپاره پياوړې همکارۍ وکړي.
































