د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۱مې غونډې ګډونوالو د مارچ په ۲۴مه نېټه په فلسطين او د نورو عربي هېوادونو په اشغال شوې خاورې کې پر بشري حقونو بحثونه کړي، چې پکې په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د دفتر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چین استازي جيا ګوي ده هم ګډون کړی و او د چين دريځ يې پکې بيان کړی دی.
جيا ګوي ده په خپلې وينا کې د منځني ختيځ ګډوډۍ او د فلسطينيانو ستونزو او غمونو ته اشاره کړې او په غزې تړانګې کې يې روان سخت بشري بحران بې ساری بللی دی.
نوموړي ويلي، اسرائیل د اردن سيند په لوېديځې غاړې کې يې د ۸۲ سلنې خاورې د نيولو پلان جوړ کړی او هلته په دوامداره توګه د يهوديانو استوګنيزې سيمې پراخوي، د يهوديانو د زورزياتي پر پېښو يې سترګې پټې کړي او پر لبنان او سوريې یې بريدونه کړي دي.
هغه د اسرائيل دغه کړنې له نړيوالو قوانينو او د بشري حقونو د شورا له پرېکړه ليک سره په ټکر او څرګندې سرغړونې بللې دي.
جيا ګوي ده په ټينګار ويلي، چې غزې ته باید د بشري مرستندويه توکو لېږد بیا اعاده او دايمي اوربند ته لاره هواره شي، د يهوديانو په استوګنيزو سيمو کې باید د اسرائيل پوځي عمليات پای ومومي او هلته باید د (( دوو هېوادونو لايحه)) پلې شي.
نوموړي زياته کړې، اسرائيل بايد له لبنان او سوريې څخه خپل ځواکونه وباسي.
چين به د فلسطينيانو له عادلانه چارو څخه ټينګ ملاتړ وکړي او په منځني ختيځ کې د هر اړخيزې، عادلانه او دايمې سولې د رامنځته کېدو لپاره به نه ستومانه کېدونکو هڅو ته دوام ورکړي.
































