لوېديځو رسنيو په دې وروستيو کې يو ځل بيا د چين د اقتصادي پرزيدا په اړه راپورونه ورکړي او ډول ډول خبرې يې را پورته کړې دي. ځينو يې د يوې لنډې مودې لپاره د چين د اقتصادي وضعيت د اړوندو شمېرو ښکته کېدو ته په ناوړه نيت توجه کړې، ستونزه يې لویه کړې او ادعا يې کړې، چې د چيني بازار د جلب توان ټيټ شوی دیخو حقيقت دا دی، چې بهرنۍ پانګې په دقيقه او باکيفيته توګه چين ته روانې دي.
د چين سوداګرۍ وزارت څه ورځې مخکې د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ او فبرورۍ د بهرنيو پانګو د راجلبولو شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په دغه هېواد کې ۸۶۳۱ نوي بهرني شرکتونه جوړ شوي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ سلنه زياتوالی ښيي؛ په همدې مودې کې په دغه هېواد کې د استعمال شويو بهرنيو پانګو عمومي اندازه ۱۶۱ ميليارډو او ۴۵۰ ميليونو يوانو ته رسېدلې، چې دا بیا لږ ټيټوالی ښيي، خو په دې جمله کې د لوړ تخنيک د استعمال شويو بهرنيو پانګو عمومي اندازه ۶۳ میليارډو او ۲۱۰ ميليونو يوانو ته رسېږي، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰ اعشاريه ۴ سلنه زياتوالی ښيي او د بهرنيو پانګو عمومي اندازې کې ۳۹ اعشاريه ۲ سلنه نيسي.
دا د چين د هغې موخې د پوره کېدو ښکارندويي کوي، چې د پانګې د پيمانې له ډېرېدو څخه د کيفيت او موثريت پر لوړوالي تمرکز کوي او پاملرنه يې له دوديزو صنايعو څخه نوښتي صنايعو ته اړولې ده.
ټولو ته مالومه ده، پانګه په ګټو پسې ګرځي. نړیوال شرکتونه او پانګوال د رسنیو د خبرو تر اغېزې لاندې نه راځي او نه هم احساساتي پرېکړه کوي، بلکې دوی یوازې د بازار د پټ توان، د صنايعو بشپړتيا او پيشګويۍ د ګټو له مخې تصميمونه نيسي. که څه هم ځينو بهرنيو رسنيو څو څو ځلې د چين د اقتصاد په اړه بد او بېځايه خبرونه او ګنګوسې خپرې کړې دي، خو حقیقت ښکاره دی.
د جرمني، فرانسې، سويس او کاناډا يو شمېر شرکتونه اوس هم په چين کې پانګونې لري او د اروپايي هېوادونو او امریکا د تولیدي صنايعو يو شمېر لویې تصدۍ او د ټېکنالوژۍ شرکتونه په دغه هېواد کې پانګونې کوي او ګڼې پروژې پرمخ بیايي. د ساري په توګه، په همدې روان کال کې په چين کې د ميچېلين شرکت نوې فابريکه او د کوېسترو شرکت نوې هډه جوړې شوي او همدا رنګه د کوريا جمهوريت د برېښنا د سيمي کونډکټور پروژه هم پکې پيل شوې ده.
دا دې څرګندويي کوي، چې د چين لوی بازار، بشپړ صنعتي ځنځير، ډيجيټلي اقتصاد او زرغون پرمختګ د ګټو د زياتوالي لپاره بې ساري دي.
د دې ترڅنګ، سږکال بهرنۍ پانګې په دوامدار ډول د چین د ونډو بازار ته داخلې شوي او اوس په دغه هېواد کې سيمي کونډکټور، مصنوعي ځيرکتيا، د لوړې کچې توليدي صنعت او بایومیډیسن ته ډېره پاملرنه کېږي.
دا د دې ښکارندويي کوي، چې د چين د اقتصاد اصلاحاتو او ګټو ډېرې بهرنۍ پانګې راجلب کړې دي.
د چين اقتصاد د اپګرېډ په حال کې روان دی او په دغه هېواد کې به د کورونو د صنعت او دوديزو توليدي صنايعو د کمزورتيا پر مهال د لوړ تخنيک صنعت، نوې خدمتي صنايع او د لوړې کچې توليدي صنايع مخ په پراخېدو روانې شي.
کارپوهان دا اقتصادي پرزيدا نه، بلکې يو عادي بدلون بولي. ځينو لوېديځو رسنيو په قصدي توګه د چين ځينو اقتصادي شمېرو ته له اندازې ډېره پاملرنه کړې، د چين عمومي حالت ته يې په پټو سترګو کتلي او د چين په اړه يې کورکورانه راپورونه ورکړي دي.
































