د برازیل ولسمشر لويز لولا د مارچ په ۲۶مه نېټه یوې غونډې ته د وينا پرمهال چين د برازیل تر ټولو غوره همکار بللی دی.
لولا په همدې ورځ د برازیل له مرستیال ولسمشر او د پراختیا، صنعت او سوداګرۍ وزیر الکمین سره یو ځای د موټرو له هغې تولیدي فابريکې څخه، چې چین او برازیل په ګډه جوړه کړې، لیدنه کړې او د ګټې اخيستنې په پار یې مبارکي ويلې ده.
لولا يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې چین د برازیل تر ټولو غوره همکار دی او باور يې ښودلی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د موټرو د صنعت همکاري به ښې لاسته راوړنې ولري.
نوموړي برازیلي سوداګر هڅولي چې له چیني شریکانو سره همکارۍ وکړي، هېواد ته پرمختللې ټکنالوژي راوړي او د برازیل د پرمختګ ستونزې حل کړي.
الکمین ویلي، برازیل هڅه کوي چې خپل صنعت بیا را ژوندی کړي او د برازیل «نوي صنعتي پلان» له لارې نوښتګرو پروژو ته اسانه شرایط برابر کړي.
نوموړي ويلي، برازیل په دې وروستیو کې د هوايي چلند، رېل پټلۍ او موټرو په برخو کې ګڼ شمېر پروژې پیل کړي او د خپل صنعت د پرمختګ په هڅه کې دی.
































