امریکا له افغان حکومت او افغان ځواکونو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې ولسمشر غني د امریکا د دفاع وزارت له نوي سرپرست وزیر کریسټوفر مېلر سره تلیفوني خبرې کړې دي. دواړو لورو په دې تلیفوني مکالمه کې د افغانستان پر روان وضعیت، د سولې پر پروسې او نورو مواردو بحث کړی دی. د امریکا د دفاع سرپرست وزیر ډاډ ورکړی چې له افغان حکومت او افغان ځواکونو به ددوی ملاتړ دوام کوي. دغه خبرې داسې مهال کېږي چې امریکا تازه له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو اعلان کړی دی او د سولې روانه پروسه هم له ګڼو خنډونو سره مخ ده. د ولسمشر ویاند دا نه دي ویلي چې په دې تلیفوني مکالمه کې د سرتېرو د ایستلو پر بهیر او په دې مسئله پورې پر اړوندو مسایلو بحث شوی کنه.
































