د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د مارچ په ۲۶مه نېټه د کاناډا له بهرنیو چارو وزیرې اینډیرا انانډ سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
اینډیرا انانډ له چيني سیال سره په خبرو کې د منځني ختیځ د وضعیت په اړه د کاناډا دریځ څرګند کړی او ویلي يې دي، چې په شخړو کې باید د ملکي وګړو ساتنه وشي او په سیمه کې باید وضعیت ارام او د شخړې د اغېزو د پراخېدو مخه ونیول شي، څو پر نړیوال اقتصاد او د تولید او عرضې پر ځنځیرونو یې اغېزې کمې شي.
نوموړې ويلي، د ایران اټومي موضوع د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون پسې تړاو لري او په هرموز تنګي کې يې د بېړيو خوندي تګ راتګ د ټولو لورو په ګټه بللی دی.
انانډ زیاته کړې، کاناډا چمتو ده چې له چین سره یو ځای په منځني ختیځ کې د جګړې د درېدو لپاره هڅې وکړي، څو په سیمه کې ثبات او سوله تامین شي.
وانګ يي په خبرو کې د چین اصل او دریځ څرګند کړی او ویلي يې دي، چې د ایران اټومي موضوع باید د خبرو له لارې حل شي او دا باید د پوځي اقدام پلمه ونه ګرځي.
نوموړي ويلي، د زور ناسم استعمال به جدي منفي پایلې ولري او د سیمې امنیت او ثبات ته به ګواښ پېښ کړي او په خبره یې، امریکا او ایران د خبرو د بیا پیلولو اراده ښودلې ده او نړیواله ټولنه باید د دوی ترمنځ د سولې خبرې وهڅوي. چین او کاناډا کولی شي په دې برخه کې رغنده ونډه واخلي.
































